۱۵ تنه افغان بندیان د پاکستان له زندان څخه را خوشې شول

sadam_morr
-

درې تنه افغان زندانیان پرون د غویي ۲۵مه د پاکستان له  زندان څخه راخوشې او هيواد ته راستانه شول.

د ننګرهار ولایت د تورخم د سرحدی آمریت په وینا دغه کسان د قانوني اسنادو د نه درلودلو له امله له درې ورځو تر ۱۸ میاشتو راهېسې د خیبر پښتونخوا په زندان کې وو، چې تر خوشې کیدو وروسته د تورخم فرضیی کرښې له لارې هیواد ته راستانه او د مرستو د ترلاس کولو په موخه د مهاجرت نړیوال سازمان ته ور وپېژندل شول.