غور ولایت کې د سیلابونو له امله تر زرو زیاتې کورنۍ بې ځایه شوې دي

sadam_morr
-

 د غویي د ۱۵ مې نېټې د سېلابونو د راوتو له امله په غور ولایت کې یو زر او ۷۳ کورنۍ بې ځایه شوي او تر شنه اسمان لاندې ژوند کوي.

د غور ولایت د مهاجرینو چارو آمریت د معلوماتو له مخې، هلته په مرغاب ولسوالۍ کې ۵۶۲ د استوګنې کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي، د ۳۰۳ کورونو یو څه برخه ویجاړه شوې، چې بیارغونې ته اړتیا لري او کرنیزې ځمکې، د برېښنا مزي، ونې او هغه باغونه چې سیلابونو  سره نږدې وو، له منځه تللي دي او د ولسوالۍ د کليو تر منځ د سيلابونو د زیانونو له امله لارې بندې شوې دي، ښايي چې د لارو د پرانیستلو او د پېښې له دقیقې څېړنې سره د اوښتو زیانونو شمېر نور هم زيات شي.