پکتیا، د مهاجرینو ښارګوټي کې روغتیایي کلینیک جوړېږي

sadam_morr
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۳ - ۲۱:۳۴
-
پکتیا مرکز ګردیز، د رباط کلي د راستنو شوو مهاجرینو ښارګوټي کې د ٣٧٥ زرو امریکایي ډالرو په ارزښت روغتیایي کلینیک جوړېږي، چې د بنسټ ډبره یې نن د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر الحاج خليل الرحمن حقاني او یو شمېر نورو مسوولینو له لورې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې کېښودل شوه
په یادو مراسمو کې د مهاجرینو چارو سرپرست وویل، په دغه روغتیایي مرکز کې به د راستنو شوو مهاجرینو ترڅنګ د سیمې خلکو ته هم خدمات وړاندې کېږي
ښاغلي حقاني له ولسونو وغوښتل، چې د عام المنفعه پروژو ملاتړ او ساتنه وکړي
نوموړي په ټولو بهرمیشتو افغانانو غږ وکړ، چې د هېواد د بیا رغونې او سوکالۍ لپاره دې هېواد ته راستانه شي
د سیمې خلکو د اسلامي امارت او په ځانګړي ډول د مهاجرینو چارو سرپرست وزیر د هڅو ستاینه وکړه او ویې ویل د کلنیک د نشتون له امله دوی له ډېرو ستونزو سره مخ و، چې اوس به یې دغه ستونزې پای ومومي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۴:۳۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او د کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري په مشرۍ د همکارۍ او د کډوالو ستونزو حل په موخه د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازی سره ناسته وشوه.
په دغې ناسته کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴۷
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د لويې پکتیا د جهادي څېرې او قومي مخور حاجي عبدالرحمن ځدراڼ په ملتیا له ځینو قومي مشرانو سره وکتل.

دغو قومي مخورو او مشرانو د ولس د ستونزو په حل کې، د اسلامي امارت هڅو ته په اشارې سره وویل، چې د راستنو شویو د غوښتنو او وړاندېزونو پر بنسټ ګڼو اړمنو کورنیو ته د خوارکي او سرپنا په برخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۳۵
Background image

په کابل ښار کې راستنو شویو او بېځایه شویو کورنیو ته د خوراکي توکو وېش پیل شو


د روانې میاشتې په ۳۰مه، په کابل ښار کې ۳زره راستنو شویو، بېځایه شویو او اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو وېش پیل شو.
د دغو مرستو لومړی پړاو ۴۰۰ راستنو شویو کورنیو ته، چې د مهاجرینو چارو. . .

بېرته خبرونه ته