سمنګان کې له سلو زياتو کورنيو سره مرسته وشوه

په سمنګان ولایت کې پر ۱۲۵ کورنیو د وري ۱۵مه نېټه نغدي او د غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.
دا راستنې شوې کورنۍ وړاندې هلته د مهاجرينو چارو ادارې له خوا حقدارې پېژندل شوې او د يونيسف له لوري پرې د ۲ زره افغانيو په ارزښت روغتيايي کڅوړې، د کور او پخلنځي وسایل ووېشل شول.