کندز کې ۶۱۲ بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه

sadam_morr

د (IOM، WFP) موسسو له لورې د کندز ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۶۱۲ بېځاي شوو کورنيوسره نغدي او غيرې نغدي مرسته وشوه.

يادې کورنۍ چې يوشمېر يې له ګاونډيو هېوادونو او يوشمېر يې دهېواد د نا امنو سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د تېرې شنبې په ورځ د غبرګولي په ۱۱مه د کډوالۍ نړيوال سازمان (IOM) له لورې ۲۳۵ راستنېدونکو کورنيوهرې کورنۍ ته ۱۵۰۳۸ افغانۍ نغدي او دخوراک نړيوال سازمان (WFP) له لورې ۳۷۷ بېځايه شوو کورنيو هرې کورنۍ ته خوراکي، غيرې خوراکي او روغتيايي کڅوړ مرسته ووېشل شوه.