د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د حقوقي ملاتړ څانګې مرستیال د بامیانو ولایت د مهاجرینو د آمر سره ولیدل.

sadam_morr
-

د باميانو ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو آمر مولوي فضل عمر آخندزاده د وري پر ۵ مه نېټه  په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د حقوقي ملاتړ څانګې له مرستيالې مېرمن والري سوبودوا سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.

په دې کتنه کې د بامیان ولایت د اقتصادي او ټولنیز وضعیت او د دغه کمېسیون د پلانونو په اړه خبرې وشوې.

 د مهاجرینو چارو آمر د افغانستان له خلکو سره په سختو شرايطو کې د دغه ادارې د بشري مرستو قدرداني وکړه او زياته يې کړه، چې د باميان ولایت خلک د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د پراختيايي او زيربنايي پروژو د تطبيق او د مرستو د دوام غوښتونکي دي او همدا راز له ټولو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو څخه غواړي چې د کورنیو د ژوند او اړتیاوو د ښه کولو له پاره له هېڅ ډول هڅو او کوشش نه ډډه ونه کړي.