۱۵ولایتونو کې څه باندې ۱۰ زره کورنیو سره مرسته وشوه

sadam_morr

په تېره يوه اوونۍ کې د مهاجرینو چارو وزارت د دویمو واحدونو له لوري د غور، ننګرهار، بلخ، کندز، هرات، هلمند، لغمان، بدخشان، غزني، بغلان، بادغيس، تخار، سرپل، باميانو او جوزجان ولايتونو کې له ۱۰زره او  ۸۶۷  بېځایه شویوکورنیو سره مرسته وشوه.

دغو بې ځایه شویو کورنیو او همدا راز ځینو بې وزله او اړمنو کورنیو ته وزارت د یادو ولایتونو د مهاجرینو ادارو او د یو شمېر نړیوالو مرستندویه موسسو په همکارۍ د خوراکي توکو، حرفوي وسایلو، بخاریو، کمپلو، نغدي پیسو او روغتیایي کڅوړو مرسته ورکړل شوه.