فراه کې له نږدې ۲۰۰ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه
د فراه ولایت د مهاجرینو چارو ریاست د کب پر ۲۳مه له ۱۹۸ کورنیو سره د نغدي مرستو د وېش خبر ورکړی.
په دغو کورنيو کې هغه بې ځايه شوي او راستنېدونکي شامل وو، چې وړاندې هلته د مهاجرینو ادارې له خوا اړمن پېژندل شوي وو.
هرې کورنۍ ته ۱۸ زره او ۵۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.