تر زرو ډېر مهاجرین په خپله خوښه او په جبري توګه له ایران څخه راستانه شول
ایران کې مېشت یو زر او ۷۵۰ مهاجرین پخپله خوښه او په جبري توګه هېواد ته راستانه شول.
د هرات د اسلام کلا د سرحدي آمریت د معلوماتو پر بنسټ په دغو کسانو کې کورنۍ هم شاملې وې، چې ۳۳۹ کسان یې اړمن وپېژندل شول او د نورو مرستو په موخه د مهاجرت نړیوال سازمان ته ور وپېژندل شول چې خوراکي او غیر خوراکي توکي یې تر لاسه کړل.
۳۷ تنه بې سرپرسته ماشومان د خپلو کورنیو د پېژندنې په موخه وارچالډ موسسې ته وروپېژندل شول، ۳۳ کورنیو هرې یوې ته ۱۰ ــ ۱۰ زره افغانۍ ورکړل شوې، ۱۰۳ تنو ته یوــ یو سیمکارت په وړیا ډول په فرضي کرښه کې د ګومارل شوې کمېټې له لوري ووېشل شو او ۱۳۱ تنه نور له روغتیایي خدمتونو برخمن شول.