پروان کې له ۲۹۰ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه
په پروان ولایت کې له ۲۹۰ کورنیو سره د کب ۲۲ مه نېټه نغدي مرسته وشوه.
په دغو کورنیو کې هغه اړمن شامل وو، چې مخکې د پروان د شینوار په ولسوالۍ کې حقدار پېژندل شوي وو.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په مرسته هرې کورنۍ ۳۳۱ امریکايي ډالر ورکړل شول.