بغلان او کندز کې تر سلو زیاتو کورنیو سره مرسته وشوه

sadam_morr
-

د کندز او بغلان ولایتونو د مهاجرينو چارو رياستونو د راپور له مخې، د کب مياشتې ٢٢مه نېټه له ١٦٠ کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

په دوی کې هغه راستنې شوې، بې ځايه شوې او بې وزله کورنۍ شاملې دي، چې له مخکې اړمنې پيژندل شوې وې.

د ژمني پوښاک د ۸ ډوله توکو دا مرسته په بغلان کې ۸۰ کورنیو او په کندز کې هم ۸۰ کورنیو ته د علمي څیړنې او ټولنې د پراختیا موسسې له خوا او د مهاجرینو ریاست تر څارنې لاندې ووېشل شوه.