ننګرهار کې له ۱۰۰۰ څخه زیاتو کورنيو سره مرسته وشوه
په ننګرهار ولایت کې د کب پر ۲۰ مه نېټه په ۱ زر او ۵۶۹ کورنیو باندې د نغدي او خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې.
په دغو کورنیو کې هغه راستانه شوي مهاجرین هم شامل وو، چې مخکې د دغه ولایت د مهاجرینو ریاست له خوا د څلورمې ناحیې او د سرخرود، بټي کوټ او خوګیاڼو ولسوالیو کې اړمن پېژندل شوي وو.
په یادو مرستو کې ۷۱۹ کورنیو ته ۱۴ زره او ۳۵۰ افغانۍ د SCI مؤسسې له لوري، ۲۵۰ کورنیو ته یوه روغتیایي بسته چې ۱۲ ډوله توکي په کې شامل وو د داکار مؤسسې له لورې او ۶۰۰ نورو کورنیو ته ۴ ډوله د خوراکي توکو مرسته د اسلامي رفاه موسسې له لوري د مهاجرینو چارو ادارې تر څارنې لاندې ووېشل شوه.