ایران کې مېشت تر ۲ زره زیات مهاجرین په خپله خوښه او جبري توګه وطن ته راستانه شول

sadam_morr

ایران کې مېشت تر ۲ زره زیات مهاجرین په خپله خوښه او جبري توګه وطن ته راستانه شول د اسلام کلا د آمر د معلوماتو پر بنسټ په یادو شوو کسانو کې کورنۍ هم شاملې وې، چې ۶۳۵ کسان پکې اړمن وپېژندل شول او د مرستو د تر لاسه کولو په موخه د مهاجرت نړیوال سازمان ته وروپېژندل شول چې  خوراکي او غیر خوراکي تو کي یې تر لاسه کړل.

۲۹ تنه بې سرپرسته ماشومان د خپلو کورنیو د پېژندنې په موخه وارچالډ مؤسسې ته وروپېژندل شول، ۳۳ کورنیو ته ۱۰ ــ ۱۰ زره افغانۍ، ۱۴۰ تنو ته یوــ یو وړیا سیمکارت په فرضي کرښه کې د ګومارل شوې کمېټې له لوري ووېشل شول او ۲۱۰ تنه نور له روغتیایي مرستو برخمن شول.