بلخ کې له سلګونو کورنيو سره مرسته وشوه

په بلخ ولایت کې له طبیعي پېښو ځپلو او بې ځایه شویو ۶۶۶ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
دغه کورنۍ وړاندې هلته د مهاجرينو چارو رياست له خوا اړمنې پيژندل شوې وې او د اسلامي خیریه موسسې له لوري هرې کورنۍ ته ۴ ډوله خوراکي توکي ووېشل شول.