ننګرهارکې ۳۶۶ بېځايه شوو او راستنو شوو کورنيوسره مرسته وشوه
ديوشمېر نړيوالو مرستندويه ادارو له لورې د ننګرهار ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۳۶۶ بېځايه شوو او راستنو شوو کورنيوسره نغدي،خوراکي، او روغتيايي کڅوړومرسته وشوه.
يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د بېلابېلوسيمواو تورخم له لارې ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د تېرې چهارشنبې په ورځ د غبرګولي په ۸ مه د(DRC) موسسې له لورې ۷۴ کورنيوهرې کورنۍ ته ۱۹۰۰۰ افغانۍ، د (IRC) له لورې ۲۰ کورنيوهرې کورنۍ ته ۱۲۰۰۰ افغانۍ نغدي او د (USAID) موسسې له لورې ۳۶ کورنيو هرې کورنۍ ته د روغتيايي کڅوړو مرسته ووېشل شوه.