تر زرو زیات مهاجرین په خپله خوښه او په جبري توګه له ایران څخه راستانه شول
په ایران کې مېشت ۱ زراو ۴۷۷ مهاجرین د کب په ۱۲ مه نېټه د هرات د اسلام کلا له پولې څخه خپل هېواد ته راستانه شول.
د اسلام کلا د سرحدي آمر د معلوماتو پر بنسټ، په دغو کسانو کې کورنۍ هم شاملې وې، چې ۱۴۰ تنه یې اړمن وپېژندل شول او د نورو مرستو د تر لاسه کولو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان دفتر ته وروپېژندل شول، چې خوراکي او غير خوراکي توکي يې ترلاسه کړل.
۴۰ تنه بې سرپرسته ماشومان د خپلو کورنیو د پېژندنې په موخه وارچایلډ مؤسسې ته وروپېژندل شول، هرې کورنۍ ته ۱۰ زره افغانۍ، ۱۳ تنو ته په وړیا ډول سیمکارتونه هلته په پوله کې د ګومارل شوې کمېټې له خوا ورکړل شول او ۶۰ تنه نورله روغتیايي خدمتونو څخه برخمن شول.