هلمند کې سلګونو کورنيو سره مرسته وشوه

د هلمند ولایت د مهاجرینو چارو آمریت د کب په ۶ مه نېټه له ګاونډیو هېوادونو څخه په ۸۹۶ جبري راستنېدونکو کورنیو د نغدي مرستو د وېش خبر ورکړ.
يادې کورنۍ تر دې وړاندې د دغه ولايت په مرکز کې د مهاجرینو رياست له لوري اړمنې پېژندل شوې وې، چې وروسته یې د خوړو نړيوال سازمان څخه د ۳ زره او ۲۰۰ افغانۍ نغدي مرسته ترلاسه کړه.