بلخ کې ۱۰۰۰ بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه
د ملک بن سلمان خيريه موسسې له لورې د بلخ ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۱۰۰۰ بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي موادو مرسته وشوه.
يادې کورنۍ چې له ګاونډيو هېوادونو څخه ددې ولايت بېلابېلوسيموته راکډه شوې وې دتېرې چهارشنبې په ورځ دغبرګولي په ۸ مه هرې کورنۍ يوه يوه کڅوړه خوراکي موادو مرسته ووېشل شوه.