باميانو ولايت کې له لسګونو کورنيو سره مرسته وشوه

د بامیان ولایت په کهمرد ولسوالۍ کې د سلواغې په ۲۸ مه نېټه پر ۴۰ کورنیو د غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.
يادې کورنۍ پخوا د دغه ولايت په مرکز کې د مهاجرینو چارو رياست له خوا اړمنې پيژندل شوې وې او د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ له خوا هرې کورنۍ ته يوه یوه بخارۍ ورکړل شوه.