تر ۲۰۰ زیات مهاجرین له پاکستان څخه په جبري توګه راستانه شول

anwari_morr

۲۶۳ تنه افغان مهاجرین د سلواغې پر ۶ مه نیټه په جبري توګه له پاکستان څخه راستانه شول. د تورخم د سرحدي آمریت د راپور له مخې ۴۰ کورنۍ، چې ۱۹۱ تنه کېږي په جبري توګه له پاکستان څخه راستنې شوې او د مهاجرینو په اداره کې تر ثبتدېدو وروسته د مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوې دي.

د سپین بولدک د سرحدي آمریت د راپور له مخې ۱۱ کورنۍ، چې ۷۲ تنه کېږي په جبري توګه هېواد ته راستنې شوې او د مهاجرینو په اداره کې تر ثبتدېدو وروسته د مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او خوړو نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوې دي.