په یو شمېر ولایتونو کې تر ۲ زرو زیاتو کورنیو سره مرسته وشوه

anwari_morr
-

د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د مرغومې له ۳۰مه نیټې څخه د سلواغې تر ۵مه نیټې پورې له ۲ زرو او ۷۰ کورنیو سره د مهاجرینو وزارت د دویمو واحدونو له خوا مرسته وشوه.

هرې یوې کورنۍ سره په ننګرهار، هرات، کندهار، بلخ، سمنګان، سرپل، هلمند پروان، بادغیس، بلخ غزني، بغلان، پکتیکا، کاپیسا، او فراه کې د دغو ولایتونو د مهاجرینو ادارو له خوا او د ځینو نړیوالو خیره سازمانونو په همکارۍ د نغدي پیسو، خوراکي او ژمني پوښاک کڅوړو او د سولرو مرسته وشوې ده.