سمنګان کې د دایمي استوګنې کمېټې ناسته وشوه

سمنګان ولایت کې د والي په مشرۍ د اړوندو ادارو په حضور کې د راستنېدونکو د دایمي استوګنې او بیا یو ځای کېدنې کمېټې د سلواغې پر ۴ نیټه ناسته وکړه.
د دې ولایت د مهاجرینو رئیس قاري محمد حسین خالد خاکسار وویل، له ناستې څخه یې موخه د مهاجرینو ریاست له خوا له پولو څخه د راستنیدونکو او بې ځایه شویو خلکو د ثبت او ښه راغلاست، بیا یوځای کېدنې او دایمي استوګنې کمېټې ته د کړنو راپور وړاندې کول او ستونزو ته د حل لارو موندل دي.
مرستيال والي داد خدا خادم د مهاجرينو رياست او يادي کميټو د فعاليتونو څخه د ستايني په ترڅ کي د يادو کورنيو د ستونزو د حل پر څرنګوالي ټينګار وکړ او ويې ويل: په دې برخه کي بايد لا زياتي هڅي وشي.
د موسسو او ادارو استازو په دې اړه خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه، چې د مسلکي کورسونو په جوړولو، او د مهاجرینو د درملنې او معاینې په برخه کې به همکاري کوي.