پاکستان څخه نږدې ۱۰۰ جبري راستنېدونکې کورنۍ له لومړنیو مرستو برخمنې شوې
له پاکستان څخه ۹۸ کورنۍ چې ۳۳۱ تنه کېږي د ننګرهار، کندهار، نمیروز، کابل، هرات او پکتیکا ولایتونو له پولو په جبري توګه د سلواغې پر ۳ مه راستنې او له لومړنیو خدمتونو څخه برخمنې شوې
۹۸ کورنۍ چې ۳۳۱ تنه کېږي ثبت او بایومتریک شوې، ۴ کورنۍ چې ۲۳ تنه کېږي خپلو اصلي مېنو ته ولېږل شوې او د لارې کرایه هم ورکول شوه، ۵۰ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه، ۱۵۲ کورنۍ په موقتي کمپونو کې ځای پر ځای شوې، د ۸۹۴ تنو درملنه وشوه او د ګومارل شوو کمېټو له لوري ۳۸۸ سیمکارتونه، چمتو شوو خوړو کڅوړې، د څښلو اوبه او د ژمني پوښاک کڅوړې ووېشل شوې.
دغه راز د د اطلاعاتو کمېټې او د امربالمعروف د محتسبینو له لوري دغو کورنیو ته د نوملیکنې، لېږد، مالي مرستې، لنډمهالو استوګنې، د هېواد او اسلام نظام پېژندنې، هجرت، صبر او زغم او د ښوونې او روزنې په اړه ګټور معلومات ورکړل شول
لسګونه تنه چې مسلکي او حرفوي اسناد یې درلودل، وپېژندل شول او راستنېدونکو ماشومانو ته له چاودېدونکو توکو څخه د ساتنې، پاکوالي او د ورته نورو اړینو مسایلو په اړه پوهاوی ورکول شو او د رواني روغتیا لپاره ورته د لوبو او تفریح پروګرامونه هم برابر شول.