په پکتیکا ولایت کې سلګونه کورنۍ د لمریزې برېښنا له وسایلو برخمنې شوې

د مرغومې میاشتې په ۲۷مه نیټه په پکتیکا ولایت کې ۳۳۰ کورنیو ته د سولر برېښنا وسایل وویشل شول.
يادې شوې کورنۍ پخوا د یاد ولايت په برمل، ګيان ولسوالیو او مرکز کې سروې شوې او پېژندل شوې وې، چې هرې کورنۍ ته دوه دانې سولري تختې، یوه دانه بطري د ټولو نورو تجهیزاتو سره د برک موسسې له لوري ورته توزیع شول.