د ننګرهار د مهاجرینو چارو ریيس حاجي باﺯ محمد عبدالرحمٰن پرون سه شنبه د مهاجرت نړۍوال سازمان له مشرې موتیا جوش جېټینډا سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل

د مهاجرینو چارو ریيس په خپلو خبرو کې د مهاجرت نړۍوال سازمان څخه مننه و کړه او ویې ویل؛ اسلامى امارت په خپلو هڅو او امکاناتو د مهاجرینو لوی سیلاب په ښه ډول مديريت کړ.
هغه زیاته کړه؛ موږ په خپلو هڅو په تورخم کې راستنېدونکو ته ټولې لومړنۍ اسانتیاوې رامنځته کړې او اوس هم د دوی له پاره د لا نورو اسانتیاوو پر رامنځته کولو کار روان دی.
دغه راز د مهاجرینو چارو رییس له یادې موسسې سره د راستنېدونکو ستونزې شریکې کړې او د راستنېدونکو له پاره یې د نغدي مرستو د زیاتوالي هیله وکړه
د موسسې مشرې آغلې موتیا جوش د مهاجرینو چارو د ریاست ستاینه وکړه چې له خیریه موسسو سره د همغږۍ په رامنځته کولو کې هڅې کوي او ډاډ یې ور کړ، چې د راستنېدونکو ستونزې به د حل په موخه له خپل دفتر سره شریکوي.