سرپرست وزیر د هرات او پکتیکا ولایتونو د مهاجرینو له رییسانو سره وکتل

anwari_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۹ - ۱۳:۵۲
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني د هرات ولایت د مهاجرینو رییس مفتي ادم خان او د پکتیکا ولایت د مهاجرینو رییس قاري حمدالله  فاتح سره یې په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې د یادو شویو ریاستونو رییسانو د بې ځایه شویو او رستانه شویو کورنیو په اړه د خپلو اجرا شویو فعالیتونو، چوپړتیاو او د مرستو د توزیع په برخه کې یې د سرپرست وزیر سره یې معلومات شریک کړل.
ښاغلي حقاني د دوی له هڅو مننه وکړه او په یادو برخو کې یې د روڼتیا هماهنګۍ په اړه تاکید وکړ او د ستونزو د له منځه وړلو په موخه یې هدایات او لارښوونې ورته وکړې.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت پلاوی د کډوالو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې په سفر لاړ

د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ یو پلاوی د کډوالو او بندیانو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې ته په سفر لاړ.
دغه پلاوی به د ترکیې هېواد له چارواکو او د افغان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵
Background image

له همکارو بنسټونو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو چارو وزارت کې نن د جاپان خیریه مرستې او (OSAID) موسسو سره د ۲۹۸زره او ۷۶۳ امریکايي ډالرو پر ارزښت دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
د هوکړه‌لیکونو موخه په نیمرزو، هلمند او ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۹:۲۵
Background image

د میدان وردګو مهاجرینو چارو امریت ته نوی امر ور وپېژندل شو

ښاغلی مولوي عبدالغني د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري له لوري د میدان وردګو مهاجرینو چارو د نوي امر په توګه وپېژندل شو.
ښاغلي بنوري په چارو. . .

بېرته خبرونه ته