تخار کې ۵۰ تنو ته د کار وسایل ووېشل شول

anwari_morr
-

د تخار ولایت د مهاجرینو چارو ریاست د راپور له مخې له حرفوي زده کړو فارغو ۵۰ تنو ته د مرغومي پر ۵ نېټه د کار وسایل ووېشل شول.

۸ ډوله وسایل ۲۰ هغو مېرمنو ته چې پخوا یې په خواجه غار ولسوالۍ کې د ګلدوزۍ اړوند ۴ میاشتنۍ زده کړې کړې وې او ۳۰ تنو نارینو ته ۱۲ ډوله کاري وسایل د پناه غوښتونکو په برخه کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له خوا ورکړل شول.