هرات کې ۳۵۰۰ بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه
دملک سلمان خيريه بنسټ او بېړنيو حالاتو کمېټې له لورې د هرات ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۳۵۰۰ بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي موادو مرسته وشوه.
يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د بېلابېلو سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د تېرې پنجشنبې په ورځ د غبرګولي په ۲مه هرې کورنۍ ته دخوراکي موادو مرسته ووېشل شوه.