له پاکستان څخه تر ۲۰۰ زیات مهاجرین په جبري توګه راستانه شول

anwari_morr

 د ننګرهار ولایت د مهاجرینو چارو ریاست د لېندۍ پر ۲۹ نېټه په پاکستان کې د مېشتو ۲۱۵ افغان مهاجرینو د راستنېدو خبر ورکړی.
د تورخم د سرحدي آمر د معلوماتو له مخې ۴۳ کورنۍ چې ۲۱۵ تنه کېږي په جبري توګه له پاکستان څخه خپل هېواد ته راستانه شول او د مهاجرینو په اداره کې تر ثبتېدو وروسته؛ د مرستو په موخه د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ او د مهاجرت نړۍوال سازمان دفترونو ته ور وپیژندل شول.