له پاکستان څخه سلګونه مهاجر په جبري توګه هېواد ته راستانه شول

anwari_morr

د ننګرهار ولایت دمهاجرینو چارو رياست د لیندۍ په ۲۳مه او ۲۴مه نېټه له پاکستان څخه د  ۶۶۸ افغان مهاجرو د راستنېدو خبر ورکړ.

دسرچېنې په خبره په یادو راستنېدونکو کې ۱۲۷ کورنۍ چې ۶۶۸ تنه کېږې له دې لارې په جبري توګه هېواد ته راستانه شوي او دمهاجرينو په ادارې کې له نوملیکنې وروسته د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د مهاجرت نړۍ وال سازمان او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ته وروپېژندل شول.