غور کې له دوه زرو زياتو کورنيو ته د نغدي مرستو د وېش لړۍ  پيل شوه

anwari_morr
-

د غور ولايت د مهاجرينو چارو آمريت د معلوماتو په اساس په دې ولايت کې ۲ زره او ۷۸ زيان منونکو، راستنېدونکو او بېځايه شوو کورنيو ته د ليندۍ په ۱۹ مه د نغدي مرستو د وېش لړۍ پيل شوه.
يادې کورنۍ چې له وړاندې ددې ولايت د مهاجرينو چارو ادارې له لوري سروې او دمرستو له پاره مستحقې په نښه شوې وې،  په پام کې ده هره کورنۍ ۷ زره او ۵۰۰ افغانۍ او دري کمپلې  د اسلامک ريليف مؤسسې له لورې په راتلونکو څو ورځو کې تر لاسه کړي.