په يوشمېر ولايتونو کې زرګونه کورنيو سره مرستې وشوې

يو زرو۱۱۹ او کورنيو سره دليندۍ په ۱۹ مه په بدخشان،خوست، بلخ او جوزجان ولايتونو کې د همکارو بنسټونو له لوري دنغدي او غير خوراکي توکو مرستې و شوي.
په يادو مرستو کې،په بدخشان ولايت کې ۸۱۲ اجباري راستنېدونکو او بېځايه شوو کورنيو ته ۱۳ زره او ۸۰۰ افغانۍ او يوه د ژمني پوښاک کڅوړه د مهاجرينو د نړۍ وال سازمان له لوري؛ په جوزجان ولايت کې۱۰۴کورنيو ته يوه بخارۍ او ۱۰ منه د سون لرګي د مدنيت خيريه بنسټ او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له لوري؛ په خوست ولايت کې ۲۳ کورنيو ته د کوچنيو تجارتونو د غوړيدا په موخه د لمريزې بريښنا وسايل او البسه د کپو مؤسسې له لوري او په بلخ ولايت کې ۱۸۰ راستنېدونکو کورنيو ته ۵ قلمه خوراکي توکي او ۳ زره افغانۍ ددې ولايت د بېړنيو مرستو د کمېټې او هلال آبي خيريه بنسټ له لوري ددې ولايت د مهاجرينو ادارې تر څار لاندې ووېشل شوې.