لغمان کې له سلو زياتو کورنيو سره مرستې وشوې

anwari_morr
-

لغمان ولايت کې ۱۲۰ راستنېدونکو کورنيو ته دليندۍ په ۱۶ مه خوراکي او غير خوراکي توکي ووېشل شول.

يادې کورنۍ چې له وړاندي د مهاجرينو له ادارې سره په همغږۍ په دې ولايت کې دمرستو لپاره مستحقې په نښه شوې وې، د تکافل خيريه بنسټ له لوري ورته يوه کمپله او  ۵ قلمه خوراکي توکي ووېشل شول.