فارياب کې سلګونه کورنيو سره مرستې وشوې

فارياب ولايت کې ۶۷۱ راستنېدونکو او بې ځايه شوو کورنيو ته د ليندۍ په ۱۶ مه نغدي مرستې ووېشل شوې.
په يادو مرستو کې ۵۰۸ کورنيو ته ۱۳ زره او ۸۰۰ افغانۍ، دري کمپلې او يوه د ژمني پوښاک کڅوړه د مهاجرت د نړۍ وال سازمان له لوري؛ ۹۰ کورنيو ته دسرپناه په موخه په دوه کټګوريو کې ۱۰ زره او ۱۲ زره افغانۍ د ناروې د کډوالو شورا له لوري او ۷۳ نورو کورنيو ته په دوه کټګوريو کې ۴۷ زره او ۷۰۰ افغانۍ او ۲۲ زره او ۶۰۰ افغانۍ د ملګرو ملتونو د کډوالو شورا له لوري ددې ولايت د مهاجرينو د ادارې له سروې وروسته ووېشل شوې.