هلمند ولايت کې د ملکيتونو د حقوقي او مدني اسنادو د پوهاوي پروګرام تر سره شو

د هلمند ولايت د مهاجرينو چارو د رياست له لوري د ليندۍ په ۱۴مه په دې ولايت کې راستنېدونکو او بې ځايه شوو له پاره د ARDAمؤسسې په همکارۍ د ملکيتونو د حقونو او مدني اسنادو د ګتو په اړه د پوهاوي پروګرام جوړ شو.
ياد پروګرام ددې ولايت د مهاجرينو د رياست په ودانۍ کې په لار اچول شوی وو او يو شمېر راستنېدونکو او بې ځايه شوو په کې ګډون درلود.
د پروګرام په جريان کې د مهاجرينو ادارې استازي د پېژندپاڼو، نکاح خطونو او نورو مدني اسنادو د اخېستلو او د هغوي د ګټو په اړه ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل.
له دې پروګرام څخه موخه د راستنېدونکو او بې ځايه شوو هڅونه وه، تر څو له اړونده دولتي رياستونو څخه خپله پېژندپاڼه،نکاح خط او نور مدني اسناد تر لاسه کړي.
د پروګرام په پای کې ګډونوالو ته ۴۰۰ افغانۍ هم ووېشل شوې.
په پام کې ده چې دغه پروګرام په راتلونکو ورځو کې سلګونه نورو کسانو ته هم په دې ولايت کې په لار واچول شي.