جوزجان کې سل کورنيو سره مرستې تر سره شوې

anwari_morr
-

د جوزجان ولايت د مهاجرينو چارو رياست د ليندۍ په ۱۴ مه په دې ولايت کې  ۱۰۰  اجباري راستنېدونکو کورنيو ته د ژمنۍ البسې د وېش خبر ورکړ.

په يادو مرستو کې هرې کورنۍ ته يوه کمپله او يوه د ژمني پوښاک کڅوړه چې ۷ قلمه مواد په کې شامل وو ددې ولايت د مهاجرينو ادارې له سروې وروسته د يونسف مؤسسې په مالي مرسته  ووېشل شوې.