خوست کې زرګونه کورنيو د خوراکي توکو مرستې تر لاسه کړې

د خوست ولايت دمهاجرينو رياست د ليندۍ په ۱۴ مه په دې ولايت کې ۸ زره او ۲۷ وزيرستاني بې ځايه شوو کورنيو ته د خوراکي توکو د وېش خبر ورکړ.
يادې کورنۍ له وړاندي د مهاجرينو چارو د ادارې له لوري په مرکز، ګيلان کمپ او تڼيو ولسوالۍ کې سروې او دمرستو له پاره مستحقې په نښه شوې وې يادو کورنيوته د ۴ قلمه خوراکي توکي د وېش لړۍ د خوړو د نړۍ وال سازمان له لوري ددې ولايت د مهاجرينو د ادارې تر څار لاندي د ليندۍ په ۶ مه شروع او د ليندۍ په ۱۳ پاي ته ورسېده.