د ايران څخه له دوه زرو زيات  افغان  مهاجر په يوه ورځ کې په خپله خوښه او جبري توګه  هېواد ته راستانه شوي

anwari_morr

د ايران څخه  دوه زره او۱۲۳ تنه افغان مهاجر دليندۍ  په۱۳ مه دهرات د اسلام قلعې له لاري هېواد ته راستانه شوي. 
د اسلام قلعې  د سرحدي آمر په خبره په يادو راستنېدونکو کې کورنۍ او مجردان شامل وو چې له ډلې يې ۴۲۴ تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړۍ وال سازمان  ته ور وپېژندل شول، چې ورسره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې تر سره شوې.
همدارنګه ۱۵ کورنيو ته ۱۰ زره افغانۍ او ۵۸ کورنيو ته چې ۱۲۸ تنه کېدل  په وړيا توګه يو يو سيم کارټ  په سرحد کې د مؤظفو کمېټو له لوري وېشل شوي دي.
همدارنګه ۱۱۴ تنه نور راستنېدونکي له روغتيايي چوپړتياوو هم برخمن شوي دي.