بلخ کې له سلو زياتو کورنيو سره مرستې و شوې

anwari_morr
-

د بلخ ولايت د مهاجرينو چارو رياست په دې ولايت کې له پاکستانه ۱۰۵  اجباري راستنېدونکو او بې ځايه شوو کورنيو ته د ليندۍ په ۱۱ مه  د خوراکي  او غير خوراکي توکو د وېش خبر ورکړ.
په يادو مرستو کې هرې  راستنېدونکې کورنۍ ته ۲ قلمه خوراکي توکي او ۳ زره افغانۍ د دې ولايت د بیړنيو مرستو د ادارې له لوري او په همدرد او البرز ښارګوټو کې  ۹۰ بې ځايه شوو کورنيو ته چې له وړاندې ور ته د وړيو اوبدلو ماشېنونه ورکول شوي وو د ملګرو ملتونو د نړۍ وال سازمان په مالي مرسته ور ته يوه بېټرۍ او يو کنټرولر ووېشل شول.