له دوه زرو زيات اجباري راستنېدونکي ديوې ورځې په موده کې ؛ په تورخم کې د مؤظفو کمېټو له چوپړتياوو برحمن شوي دي
۲ زره او ۱۰۰ تنه اجباري راستنېدونکي د ليندۍ په ۹مه دننګرهار ولايت په تورخم کې د مؤظفو کمېټو له چوپړتياوو ګټه اخېستي.
د رارسېدلو معلوماتو له مخې، په ياده نېټه يې ۱زر ۱و ۴۰ تنه ثبت کړي چې له جملې يې ۶۶۸ تنه د کډوالو نړۍ والې ادارې او ۳۷۲ تنه نور د يونسيار ادارې ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه ورپېژندلي دي.
ددې سربېره هرتن ته د سرې مياشتې له لوري پخ شوي خواړه او د ډبليو اف پي مؤسسې له لورې بيسکټ او نغدي روپۍ وېشل شوي دي.