لغمان کې ۹۶ تنو سره مرستې وشوې

لغمان کې ۹۶ تنو راستنېدونکو او بېځايه شوو ته د ليندۍ په ۸ مه نغدي مرستې او د پوښاک ژمنۍ کڅوړې ووېشل شوې.
ياد کسان ، چې مخکې د مهاجرينو چارو رياست له لوري سروې او د مرستو له پاره مستحق په نښه شوي وو له جملې یې ۴۷ تنو ته ۸ زره او ۵ سوه افغانۍ او ۴۹ ماشومانو ته د پوښاک ژمنۍ کڅوړې د هايسو مؤسسې په مالي مرسته ووېشل شوې.