سرپل کې له شپږ څلوېښتو اجباري راستنېدونکو کورنيو سره مرستې وشوې

د سرپل ولايت د مهاجرينو چارو آمريت د ليندۍ په ۷ مه له ۴۶ اجباري راستنېدونکو کورنيو سره چې۲۸۲ تنه کېږي د خوراکي او غير خوراکي توکو د وېش خبر ورکړ.
په يادو مرستو کې ۳ تختې کمپلې او د پوښاک ژمنۍ کڅوړې د اکټيډ مؤسسې او پخ شوي خواړه د مرستو د همغږۍ ادارې په مالي مرسته د دې ولايت په مؤقتي کمپ کې ووېشل شول.