د  پاکستان څخه سلګونه  افغان  مهاجر وطن ته  راستانه  شول

anwari_morr

 د ننګرهار ولايت د مهاجرينو چارو رياست  د ليندۍ  په ۷ مه  له پاکستان څخه د ۷۸۱  اجباري راستنېدونکو د راستنېدو خبر ورکړ.
د ننګرهار ولايت د تورخم د مهاجرينو چارو د آمر په خبره په يادو راستنېدونکو کې ۱۵۴ کورنۍ، چې  ۷۸۱  تنه کېږي په جبري توګه هېواد ته راستنې شوې دي، چې د مهاجرينو چارو ادارې کې د نومليکنې وروسته د مرستو د تر لاسه کولو په موخه د مهاجرت نړۍوال سازمان او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ته ور وپېژندل شول.