د ايران څخه له دوه زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

anwari_morr

د ايران څخه ۲ زره او ۴۵ تنه افغان مهاجر د ليندۍ  په ۷ مه په خپله خوښه او جبري توګه  هېواد ته راستانه شوي.
د اسلام قلعې د سرحدي آمر په خبره په يادو راستنېدونکو کې کورنۍ او مجردان شامل وو چې له ډلې يې ۳۶۳ تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړۍوال سازمان  ته ور وپېژندل شول، چې ورسره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې ترسره شوې.