پنجشير کې د مرستو د جلب په موخه کمېټه جوړه شوه

د پنجشير ولايت د مهاجرينو چارو امريت په دې ولايت کې د ليندۍ په ۶ مه د مرستو د جلب کمېټې د جوړولو خبر ورکړ.
ياده کمېټه ددې ولايت د سېمه اېزو حکومتي ادارو له لورې رامنځته شوي چې د رياست چارې يې د مهاجرينو امر پر مخ وړي.
په دغې پار جوړه شوي ناسته کې يو شمير علماوو، قومي مشرانو او د سېمې خلکوپه دغه ولايت کې اجباري راستنېدونکو ته د مرستو په را جمع کولو کې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.