په يوشمېر ولايتونو کې له۲ زرو زياتو کورنيو سره مرستې شوي

د لړم له ۲۷ د ليندۍ تر ۲ نيټې له پاکستان څخه له ۲زرو زيات اجباري راستنېدونکو او بېځايه شوو سره په ۱۷ولايتونو کې د مهاجرينو چارو وزارت د دويمي واحدونو له لارې مرستې شوي.
يادو کورنيو ته په ننگرهار، قندهار، بلخ، کندز، تخار، هرات، بغلان ، لغمان، فراه، غور، جوزجان، باميان ، پروان ، غزنی، کاپيسا، سرپل او پکتيا د مهاجرينو چارو ادارو په همکارۍ د يوشمېر نړيوالو همکارو بنسټونو په همکارۍ د خوراکي توکو کڅوړې، نغدې پيسې، ، د کور وسايل، شېدې لرونکې غواګانې، د ګنډلو وسايل يادو بنسټونو د استازو په شتون کې وېشل شوي دي.