د  پاکستان څخه له  زرو زيات  افغان  مهاجر وطن ته  راستانه  شول

anwari_morr

 د ننګرهار ولايت د مهاجرينو چارو رياست  د لړم په ۳۰مه له پاکستان څخه د يو زرو او ۶۸۰ اجباري راستنېدونکو د راستنېدو خبرورکړ.

د ننګرهار ولايت د تورخم د مهاجرينو چارو د آمر په خبره په يادو راستنېدونکو کې ۳۳۰ کورنۍ، چې يو زرو او ۶۸۰ تنه کېږي په جبري توګه هېواد ته راستانه شوي دي، چې د مهاجرينو چارو ادارې کې د نومليکنې وروسته د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادرې ته ور وبېژندل شول.