باميانو کې ۲۰۱ کورنيو ته د نغدي مرستو د وېش لړۍ پيل شوه

د باميانو ولايت د مهاجرينو چارو آمريت په دغه ولايت کې ۲۰۱ کورنيو ته د ليندۍ په لومړۍ نېټې د نغدي مرستو د وېش خبر ورکړ.
په يادو کورنيو کې بېځايه شوې، اړمنې او د طبيعي پېښو له امله زيانمنې شوې کورنۍ شاملې وې، چې مهاجرينو چارو ادارې له لورې سروې او د مرستو لپاره مستحقې په نښه شوې وې.
په پام کې ده، چې هرې کورنۍ ته ۹ زره او ۵۰۰ افغانۍ د ژغونې نړيوالې کمېټې په مالي مرسته د مهاجرينوچارو آمريت تر څارنې لاندې په دوو ورځو کې ووېشل شي.
يادې مرستې په سيمو په کڅه اومرکز کې د ژوند د لومړنيو ستونزو د حل او د ژوند د ښه والي په موخه پلي کېږي.