فارياب کې د راستنېدونکو اړتياوو ته د لاسرسي په موخه ناسته ترسره شوه
په فارياب ولايت کې له پاکستان څخه د اجباري راستنېدونکو اړتياوو ته د لاسرسي په موخه د سيمه ييزو ادارو، مؤسسو د استازو، صرافانو او سوداګرو په ګډون د لړم په ۲۴مه ناسته ترسره شوه.
د فارياب ولايت والي وويل: له پاکستان څخه د اجباري راستنېدونکو وضعيت ته د لاسرسي او د اسانتياوو د رامنځته کولو له پاره اړينه ده، چې ټول د همکاريو او همغږيو له پاره سره يولاس شو.
هغه د يادو مسؤولينو څخه غوښتنه وکړه، چې راستنېدونکو ته د مرستو په راټولو کې په مرکز او ولسواليو کې همکاري وکړي