د ايران څخه له  دوو  زرو زيات  افغان  مهاجر وطن ته  راستانه  شول

anwari_morr

د ايران څخه دوه  زره او ۷۸۰ تنه افغان مهاجر د لړم په ۲۴ مه په خپله خوښه او جبري توګه  هېواد ته راستانه شوي.

د اسلام قلعې سرحدي آمر په خبره په يادو راستنېدونکو کې کورنۍ او مجردان شامل وو چې له ډلې يې ۳۳۹  تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړۍوال سازمان  ته ور وپېژندل شول، چې ورسره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې ترسره شوې.